د شمال زون«سمنګان، جوزجان،بلخ، فارياب،سرپل» ولايتونو يوه ډله ځوانانو د سوېلختيځ زون مرکز پکتيا ته د ځوانانو ترمنځ د يووالي د رامنځتهکېدو په موخه سفر کړی دی.
د پکتيا ولايتي مسوولانو په مرکز ګردېز کې په يوه جوړه شوې غونډه کې وويل چې پکتيا ته د شمالزون د ځوانانو سفر به وکولی شي چې په تېرو کلونو کې رامينځته شوې کرکه لهمنځه لاړه شي.
د پکتيا اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو چارو امر سيفالرحمن وويل چې افغانان يو ولس دی او د ځوانانو ترمنځ دا ډول ناستې د يووالي لپاره خورا مهمې دي.
په ياده غونډه کې د پکتيا علماوو شورا رییس صالح محمدفقير وويل چې افغانان يو ملت او ولس و، خو په تېرو کلونو کې د بهرنيانو دسيسو په خپلو منځو کې په جنګ سره اچولي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د بهرنيو دسيسو ته دې نهووايي او په دا ډول ناستې او سفرونه نړيوالو ته پيغام ورکوي چې افغانان يو ملت دی.
د شمالزون راغلو يوشمېر ځوانانو هم وويل چې دا ډول سفرونه به ځوانانو ترمينځ راکمې او د يو بل له فرهنګونو او دودونو به خبرولو کې مرسته وکړي.
د سمنګان اوسيدونکي سيدمحمد ميثاق وويل چې ياد سفر به د ځوانانو ترمنځ د ورولي فضا رامنځته کړي.
هغه دغه راز زياته کړه چې اوس د ځوانانو ترمينځ يووالی رامنځته شوی، خو بهرنيان نه غواړي چې د افغان ځوانانو ترمنيځ یووالی پياوړی شي.