Asset 1SWN

پکتيا کې د کتابونو څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو

15cc0449-0671-4654-9407-16bd036f480f

پکتيا کې د کتاب اوونۍ د نمانځنې په پار د کتابونو څلور ورځنی نندارتون نن «سه‌شنبه، غبرګولي لومړۍ نېټه» د پکتيا پوهنتون په انګړ کې پرانېستل شو.

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولان وايي، د کتاب اوونۍ د نمانځنې په پار يې د کتابونو نندارتون د پکتيا پوهنتون په انګړ کې پرانېست چې څلور ورځې به دوام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ياد نندارتون کې د ولايتي مسوولانو ترڅنګ د پوهنتون استادانو، محصلينو او د ښوونځيو زده‌کوونکو برخه اخيستې وه.

د پکتيا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د هنر او فرهنګ امر عقل‌خان وهاج  وويل چې د کتاب نندارتون د جوړېدو څخه هدف د کتاب لوستنې ته د ځوانانو هڅول دي.

د کتابونو نندارتون ته راغلي يوشمېر کسان بيا دا ډول نندارتونونه د کتاب لوستنې دود پياوړتيا لپاره اغېزمن ګڼي.

د پوهنتون استاد خالداحمد حبيب بيا وايي، د کتاب لوستنې دود پياوړتيا لپاره د نندارتونونو د جوړېدو ترڅنګ د دايروي مطالعې، مقاله ليکنې، او د زده‌کوونکو ترمنځ علمي سيالیو جوړولو لپاره بايد کار وشي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د غويي مياشتې وروستۍ اوونۍ د کتاب اوونۍ په نوم هرکال د هېواد په ټولو ولايتونو کې نمانځل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام