هوا ګرمه ده او خلک له ګڼې ګوڼې په ډک سړکونو کې په سختۍ سره تګراتګ کوي. د لاسي توکو پلورونکو د سړک غاړې یوه لویه برخه ډکه کړې.
یو سړی چې نسبتا منځنی قد لري ورو ورو او په احتیاط سره د خلکو لهمنځه تېرېږي؛ سترګې یې تړلي او مخ یې د لمر د تودوخې له امله سوځېدلی دی.
په یوه لاس کې یې یو کوچنی سطل دی او داسې ښکاري چې هغه د پلورلو لپاره یو څه راوړي او په بل لاس کې یې یوه لړکه نیولې ده.
نوم یې محمدحسین دی. وايي، سره له دې چې په سترګو څه نهویني، خو له شلو کلونو راهیسې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو برابرولو لپاره پر سړکونو د نسوارو پلورولو ته اړ شوی دی. د هغه په وینا، دا یوازینی کار دی چې هغه یې کولای شي.
کله چې محمدحسین ۱۳ کلن و، د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې د هغه دواړه سترګې واخیستې. «لومړی یې، تحمل ستونزمن و، هره ورځ مې سترګې دید له لاسه ورکاوه، دا چې بېخي تیاره شوه. زړه مې تنګېده، نه کور او نه مې بهر زړه لګېده، ډېره راته ستونزمنه وه او زه هم له دې کار پرته بل کار نشم کولای.»
محمدحسین اوس خپلې مېرمنې او ماشومان سره یوځای ژوند کوي او هیله لري چې که یو ځل هم وي د لمر راختل او د خپلو ماشومانو مخونه وویني. «یوازینۍ هیله مې دا ده چې نړۍ او خپل ماشومان بېرته ووینم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کله چې سهار شي، نړۍ د هغه لپاره د لمانځه د اذان سره پیلېږي ، نه د لمر له ختو سره. هغه خپله لکړه اخلي او د بوی، لوګي او ظلم څخه ډکې کوڅې ته ځي؛ هغه باید لاړ شي، ځکه چې ماشومان یې، د ډوډۍ په تمه وي.
نوموړي وویل: «کور کې پنځه کسان یوو، یوازې زه کار کوم او اولادونه مې کوچني دي، د ورځې تر ۲۰۰ افغانۍ ګټم، شکر دی ناهیلی نهیم، د کور کرایه د میاشتې دوه زره افغانۍ ده.»
محمدحسین وايي، په سړکونو کې کارکول ورته اسانه نهدي؛ خو په وینا يې، له دې وضعیت سره عادت شوی دی. «ځینې وخت مې پام نهوي، ویالې کې لوېږم، له سړک هم تېرېدل راته ډېر ستونزمن دي، که تېز لاړم، نو لوېږم.»
که څه هم خلک کله ناکله هغه ړوند بولي، یا هغه نه نسوار اخلي پیسې یې نه ورکوي یا ځوروي یې، خو دی وايي، له هېچا څخه ناراضه نهدی او دا ټول هېروي.
نوموړي وویل: «د خلکو چلن زړه ته نهاچووم، یو له شا غږ کوي چې نصوار راکړه، کله چې مخ اړوم، څه نهوي، ډېری پیسې نهراکوي، د سهار اذان چې کېږي، پاڅېږم.»
محمدحسین زیاتوي چې هغه ښار د نورو خلکو په څېر نهشي لیدلی؛ خو په وینا یې، د نورو په پرتله ډېر درد احساسوي، خو د ژوند بل اړخ، کورنۍ او هیله هغه دې ته اړ کړ چې دوام ورکړي.