د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلې نن جمعه، د تلې ۱۰مه نېټه، خپله دویمه شل اووره سیالي کوي. ټاکل شوې چې دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام ۷ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.
افغان لوبډلې چې پرون شپه په لومړۍ سیالي کې د بنګلهدېش پروړاندې ماته وخوړه، هیله لري چې نننۍ لوبه کې به بریا خپله کړي او د درې لوبو په دې لړۍ کې به د بېرته راګرځېدو چانس پیدا کړي.
د پرونۍ لوبې په ترڅ کې د افغانستان توپوهونکو ښه کارکردګي ونه ښودله او د بنګلهدېش لوبغاړو د هدف ترلاسه کولو کې ښکلې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کرېکټ شنونکي باور لري چې د افغانستان د توپاچوونکو او توپوهونکو همغږي کولای شي د لوبې برخلیک بدل کړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ په شویو وروستیو پنځو سیالیو کې د بنګلهدېش کرېکټ ملي لوبډلې درې او افغان لوبډلې بیا دوه ځلې بریاوې خپلې کړې دي.