Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې یوې کورنۍ په یونیم میلیونه ډالرو روغتون ته ودانۍ جوړه کړې

ae76a984-3e38-4f63-8f10-ba9759348b7e

د میدان‌وردګ د عامې روغتیا ریاست چارواکي وایي چې د جمال خان په نوم د یوې کورنۍ له لوري د دغه ولایت سیداباد ولسوالي په «اونخي درې» سیمه کې تخصصي روغتون ته د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت ودانۍ جوړه کړې.

د ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکټر زرک ځېرک جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دا ودانۍ د جمال خان کورنۍ له لوري په عصري او پرمختللي ډول جوړه شوې چې نن رسما عامې روغتیا ریاست ته وسپارل شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ځېرک زیاته کړه، دغه ودانۍ کولای شي چې د زون په کچه ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي.

ده زیاته کړه، هڅه کوي چې ددغه روغتون لپاره ډونر پیدا کړي څو پورې ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې پرمختللي خدمات وړاندې کړي.

د میدان وردګ ولایت اوسیدونکي هم خوښ دي چې د جمال خان کورنۍ له لوري د یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د اونخي درې روغتون ته ودانۍ جوړه شوې ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوي عامې روغتیا ریاست ته وړاندیز کوي چې دغه روغتون فعاله او ناروغانو ته اساسي خدمات پيل کړي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام