Asset 1SWN

لوګر کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه

1bf13654-d930-45aa-a785-d8eac94c3008

 د لوګر  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په لرې پرتې ازرې ولسوالي کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.

په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس په ګډون د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو، ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رفېع‌الله صمیم جوړې شوې مشاعرې ته وویل، له کلونو وروسته ازرې ولسوالي د اکبرخېل «چینو» سیمه کې د لومړي ځل لپاره د کلتوري خوځښت په نوم دا مشاعره جوړې شوې.

نوموړي زیاته کړه، له دغې مشاعرې جوړېدو څخه یې، موخه لوګر کې شاعرانو او لیکوالانو څخه ملاتړ او همدارنګه په دغه ولایت کې د ادب، شعر، شاعرۍ او لیکوالۍ برخه ته پراختیا ورکول دي.

صمیم له شاعرانو او لیکولانو وغوښتل چې د خپل قلم او شعر له لارې د ولسونو یووالي، پرمختګ او هوساینۍ لپاره کار وکړي.

د جوړې شوې مشاعرې ګډونوالو د لوګر، لرغوني موقعیت، کلتوري موقعیت، یووالي او د ولسونو ستونزې د شعر په ژبه بیان کړي او له اطلاعاتو او فرهنګ ریاست څخه یې غوښتنه وکړه چې ورته مشاعرې د لوګر په پاتې ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې په لوګر کې د سنځل‌ګل په نوم کلنۍ دودیزه او عنعنوي مشاعره هم جوړېږي چې د دغه ولایت په ګډون د هېواد بېلابېلو ولایتونو نوموتي شاعران او لیکوالان په‌کې ګډون کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام