Asset 1SWN

د اسلامي امارت یو پلاوی تاتارستان جمهوریت ته تللی

GzQOYbPbQAA1BOv

د امارتي شرکتونو مشر مولوي احمد جان بلال د یوه پلاوي په مشرۍ تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی.

د امارتي شرکتونو لوی ریاست نن (سه‌شنبه، سنبله ۴) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم په دې سفر کې برخه لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه ریاست ویلي چې یاد پلاوی به د تاتارستان پلازمېنې کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د ګډون ترڅنګ د تېلو، ګازو او کیمیایوي توکو تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

همداراز ټاکل شوې د اسلامي امارت پلاوی به د تاتارستاني چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه بحثونه ولري او له پراختیایي پروژو به لیدنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام