Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت یو پلاوی د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا لپاره بنګله‌دېش ته تللی

Board-of-Islamic-Emirate-1-rhtpeasfcb0yz4q51sma1tfyl7zpw7oynftnvpdf9k

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا، د افغان سوداګرو لپاره د نویو بازارونو د موندلو او د افغانستان د صادراتي توکو د فرصتونو د پراخولو په موخه، د دې وزارت یو پلاوی بنګله‌دېش ته تللی دی.

دغه وزارت نن یکشنبه،(د مرغومې ۲۸مه) پر خپلې اېکس‌پاڼه لیکلي چې په یاد پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او شاوخوا ۵۰ افغان سوداګر شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاته کړې چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د راکړې ورکړې د اسانتیاوو، د ګډو پانګونو د فرصتونو او د تفاهم‌لیکونو د لاسلیک په اړه خبرې او بحثونه وشي.

تر دې وړاندې، د بنګله‌دېش رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد سوداګر له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي لېوالتیا لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام