د سرپرست حکومت لوړپوړی پلاوی د تاشکند څلورمې نړیوالې ناسته کې د ګډون لپاره نن «دوشنبه، غبرګولي ۱۹مه» اوزبیکستان ته روان شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو عمومي رییس احمدجان بلال د دې پلاوي غړي دي.
د یاد سفر موخه چې د اوزبیکستان په بلنه شوی، د هغو ژمنو او پرېکړو څارنه او عمليکول یاد شوي چې د سرپرست حکومت او اوزبیکستان ترمنځ له دې وړاندې په لیدنو او ناستو کې پرې هوکړې شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د تاشکند نړیواله ناسته کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز لیکلي چې د یادې غونډې په څنډه کې به د سرپرست حکومت پلاوی د اوزبیکستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره لیدنې هم ولري.