پکتیکا کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سربند او استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتیکا د اوبو او انرژي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي کې د يوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسوولانو او یوشمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.
خبرپاڼه زياتوي د يادې پروژې چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او د چارو په بشپړېدو سره به یې ۸۰ هکتاره ځمکه خړوبه شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغې پروژې چارې د یواېنډيپي«UNDP» موسسې په مالي ملاتړ د پکتیکا د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
له دې وړاندې هم دغه ولایت کې د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره د اوبو کانال او چکډېمونه جوړ شوي چې تر ډېره یې، خلکو ته اسانتیاوې برابرې او ګټې رسولې دي.