Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې د درې ولایتونو ترمنځ د کرېکټ سیالي وشوې

b33d155f-c13d-41b9-a3ea-b861bb5619d2

د میدان‌وردګ د کرېکټ امریت مسوولان وایي چې د پروان، کاپیسا او میدان‌وردګ ولایتونو د کرېکټ غوره لوبډلو ترمنځ د کرېکټ پنځه ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرېکټ امر نصیراحمد امرخېل سلام‌وطندار ته وویل، د کرېکټ دغه پنځوس اوریزې سیالي د یادو ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې چې میدان‌وردګ کرېکټ لوبډلې وکولای شول د یادو سیالیو اتلولي خپله کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل، دا سیالي د کرېکټ بورډ له‌خوا د راتلونکو دویمه درجه وزیر محمداکبرخان ملي سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوې.

د نوموړي په وینا، د میدان‌وردګ او پروان ولایتونه لوبډلې د دې سیالیو فاینل ته ووتې چې په پای کې د میدان‌وردګو  لوبډله وتوانېده څو خپلې ټولي درې واړه لوبې وګټې او د سیالیو اتلولي خپله کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام