Asset 1SWN

د کابل ۲۱مه ناحیه کې د ۸۰۰میلیونه افغانیو په پانګې «سوداګریز ښارګوټی» جوړېږي

Sharak-1024x590

کابل ښار کې د ۸۰۰ میلیونو افغانیو په پانګونه د یوه سوداګریز ښارګوټي د جوړولو چارې نن «سه‌شنبه، زمري ۱۴مه» په رسمي توګه پیل شوې.

د دې ښارګوټي مسوول عبدالبصیر مشعل د یاد ښارګوټي د چارو پرانېستې پرمهال وویل چې دغه پروژه به د کابل ښار د ۲۱مې ناحیې په لته‌بند سیمه کې پر ۴۰۰جریبه ځمکه جوړه شي.

هغه زیاتوي چې تراوسه شاوخوا ۶۰۰ سوداګر او صنعت‌کاران چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي، د پانګونې لپاره په دې ښارګوټي کې نوم‌لیکنه کړې ده.

هغه وویل: «په دې لوی افغان تجارتي مرکز کې له دې مخکې ۴۰۰ سوداګر ثبت شوي وو، خو اوس ۶۰۰ سوداګر او صنعت‌کاران ثبت شوي او مسوولینو موږ ته وویل چې که نور سوداګر زیات شي، موږ به لا ډېرې ځمکې تاسو ته ځانګړې کړو.»

د هغه په وینا، په دې ښارګوټي کې به ګڼ‌شمېر د توکو د وارداتو او صادراتو د پروسس کارخونې هم جوړي شي. همدارنګه، یوشمېر سوداګر چې تازه هېواد ته راستانه شوي، وایي چې پلان لري په دې ښارګوټي کې تر۸۰۰ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي.

یوه سوداګر محمدکبیر وویل: «موږ ژمنه کړې چې ټول سوداګر به ۸۰۰ میلیونه افغانۍ افغانستان ته انتقالوو او په دې تجارتي ښارګوټي کې به پانګونه کوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یوه بل سوداګر جلال‌الدین: «موږ له نورو سوداګرو غواړو چې راشي او په دې تجارتي ښارګوټي کې پانګونه وکړي، څو وکولای شو خپل تجارت پراخ کړو.»

بل‌خوا د چارو ادارې عمومي ربیس نورالحق انور په جوړه شوې غونډه کې له هغو سوداګرو او صنعت‌کارانو غوښتنه وکړه چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشت دي، څو هېواد ته راستانه شي او د هېواد د ځان بسیاینې لپاره پانګونه وکړي.

هغه وویل: «موږ له هغو سوداګرو څخه چې له هېواده بهر دي غواړو چې هېواد ته راشي، خپلې تجربې له ځان سره راوړي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. موږ د دې هرکلی کوو چې دوی په هېواد کې پانګونه وکړي.»

له دې وړاندې د صنعت او تجارت وزارت ویلي و چې د راستنېدونکو صنعت‌کارانو د تشویق لپاره يې ځانګړې آسانتیاوې برابرې کړي دي چې پکې د شخصي کور او فابریکې د جوړولو لپاره د ځمکې د نمرې وېش، د یو موټر او ماشین الاتو لپاره د ګمرکي معافیت او پنځه کلونو لپاره مالیاتي معافیت شامل دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام