Asset 1SWN

د هلمند موسی‌کلا کې په ۳.۵ میلیون افغانۍ چکډېم جوړ شو

چکډیم موسی‌کلا (1)

د هلمند ځايي مسوولان وايي، د موسی‌کلا ولسوالي «هوسکي» سیمه کې د څه باندې ۳.۵ میلیون افغانیو په لګښت يو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د والي ویاند مولوي محمد قاسم ریاض وویل، د یاد چکډېم اوږدوالی نږدې ۵۳.۳ متره دی چې د ۱۵۴۹ مترمکعبه اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

د مسوولانو په خبره، دغه چکډېم به چې د ډاکار موسسې په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، د اوبو مهار، د کرنیزو ځمکو خړوبولو او د سېلابونو مخنیوي کې مهم رول ولري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال د سیمې یوشمېر اوسېدونکي د دغې پروژې له بشپړېدو څخه خوښي څرګندوي او وایي، دغه بند به د دوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا ترڅنګ، د اقتصادي وضعیت په ښه‌والي کې مهم رول ولوبوي.

د یادونې ده چې موسی‌کلا کې دغه چکډېم د کلیوالو د ژوند معیاري کولو، کرنیزې ودې او د طبیعي زېرمو د ښه مدیریت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام