Asset 1SWN

سلام وطندار

ننګرهار کې په ۳.۵ میلیون افغانۍ چکډیم جوړیږي

ص

د ننګرهار مسوولان وايي، دغه ولایت کې د ۳.۵ میلیون افغانیو په لګښت د یو چکډیم جوړېدو چارې پیل شوې.

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، دغه چکډیم د جلال‌‌اباد ښار د نهمې ناحیې امان‌‌الله خان ښارګوټي اړوند د باراني اوبو ذخیره کولو او د ځمکې لاندې اوبو د سطحې لوړولو په موخه جوړیږي.

هغه وایي، یاد چِکډېم ۱۰۵ متره اوږدوالی، ۲۶ متره عرض او ۶ متره لوړوالی لري چې ۶۰ زره مترمکعبه اوبه به ذخیره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام