د کندهار ځايي مسوولان وايي، دغه چکډېم د شاولیکوټ ولسوالي په «قندلان» سیمه کې د وچکالۍ پر وړاندې د مبارزې او د اوبو ذخیرو زیاتولو لپاره جوړیږي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وویل، دغه چکډېم د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت جوړیږي چې د ۴ میلیون متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت به ولري.
د دغې پروژې موخه د وچکالۍ پر وړاندې مبارزه، د ورښتونو د اوبو مهار، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړول او د کرنیزو اوبو لپاره دایمي سرچینې برابرول دي.
د کندهار د کرنې ریاست ویاند محمد حنیف حقمل: «د چکډیم د ځای انتخاب او سروی چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکې کې به یې د عملي کار چارې پیل شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شاولیکوټ ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي هم د دې پروژې هرکلی کوي.
کروندګر شریف الله او بڼوال محمد یونس وايي:
«کله چې دغه چکډیم جوړ شي، زموږ ځمکې به د کرنې لپاره ښه اوبه ولري او وچکالۍ به کمه شي.»
«اوبه زموږ ژوند دی، دا پروژه به زموږ لپاره د کرنې اسانتیاوې زیاتې کړي.»
د کندهار د کرنې ریاست مسوولان زیاتوي چې تېره اونۍ هم کندهار کې د دوو نورو چکډیمونو د ځای ټاکلو او سروې چارې بشپړې شوي چې یو یې په خاکریز او بل یې په همدې شاولیکوټ ولسوالي کې جوړېږي.