Asset 1SWN

کندهار کې یو چکډېم جوړ او د بلې پروژې سروې بشپړه شوه

IMG-20250308-WA0011

د کندهار په نېش ولسوالي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې تمویل شویو دوو مهمو پروژو څخه یوه بشپړه او د بلې پروژې تخنیکي سروې پای ته رسېدلې ده.

د نېش ولسوالي د «کنده» په سیمه کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په لګښت چکډېم جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی. یاده پروژه د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ او د طبیعي سرچینو امریت تر څارنې لاندې، په پنځو میاشتو کې بشپړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد چکډېم ۲۰۰ متره اوږدوالی، ۲۸ متره پراخوالی او شپږ متره لوړوالی لري چې د باراني اوبو د زېرمې، د ځمکې لاندې اوبو سطحې لوړولو او د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره به مهم رول ولوبوي.

د دې ترڅنګ، د چکډېم د جوړولو پرمهال درې مسلکي او ۲۵ غیرمسلکي کارکوونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

د سیمې بزګران او مالداران د یادې پروژې د پلي‌کولو له امله خوښي څرګندوي او د کرنې ریاست دا هڅې ستایي.

له دې سره هم‌مهاله، د نېش ولسوالي د “میانکو” کلي کې د دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د سربند او پارچاوې جوړولو تخنیکي سروی بشپړه شوې او تمه ده چې د راتلونکو اوونیو په ترڅ کې یې عملي کارونه هم پیل شي.

د کرنې ریاست تخنیکي انجینیران وایي چې د سربند او پارچاوې جوړېدو سره به ۱۵ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه هم برابره شي.

د دې پروژې موخه د اوبو بهیر تنظیمول، کرنیزو ځمکو ته کافي اوبه برابرول، د وچکالۍ پرمهال د اوبو ذخیره کول، د اوبولګولو سېسټم اغېزمنتیا او د خاورې د فرسایش مخنیوی ښودل شوی دی.

د نېش ولسوالۍ لپاره یادې دوه مهمې پروژې د سیمې د کرنیزو فعالیتونو د پراخوالي، د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي، او د اوبو لګولو سېسټم د پیاوړتیا لپاره اساسي ګامونه بلل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د کرنې ریاست مسوولان وایي چې په راتلونکي کې به هم ورته پروژې پلي شي، څو د کندهار ولایت کلیوالي سیمو ته د اوبو لګولو غوره اسانتیاوې برابرې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام