Asset 1SWN

لوګر کې په ۳۶ میلیونه افغانۍ یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړېږي

لوگر-ښوونځی

د لوګر محمداغې ولسوالي په «زرغون ښار» سیمه کې د ملګروملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري یوه روغتیایي مرکز ته د ۳۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ودانۍ جوړېږي.

د یاد روغتیايي مرکز بنسټ ډبرې کېښودو مراسمو ته د لوګر عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر احمدفیصل فنا وویل، د زرغون ښار روغتیايي مرکز ته د ملګروملتونو کډوالۍ نړیوال سازمان (UNHCR) له لوري پر پنځه جریبه ځمکه یو روغتیایي مرکز جوړېږي چې ۳۲ خونې، مجهز امبولانسونه، سولرې سېسټم او نور اړین ملحقات به ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه، یاد روغتون (CHC) ودانۍ به په راتلوونکو ۷ میاشتو کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه شي چې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته به په‌کې روغتیايي خدمات وړاندي کېږي.

بل‌خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال مولوي ثناالحق واجدي وویل، د محمداغې ولسوالي په زرغون ښار سیمه کې روغتیایي مرکز ته ودانۍ جوړول د ولسونو یوه اړینه اړتیا وه.

هغه زیاته کړه چې د یادې ودانۍ له جوړېدو سره به د روغتیايي کارکوونکو او د زرګونه ناروغانو ستونزې هوارې شي.

د محمداغې ولسوالۍ د زرغون ښار سیمې یوه اوسیدونکي عبدالفتاح وویل، زرغون ښار سیمه چې پکې زرګونه کورنۍ ژوند کوي په تیرو جنګ جګړو کې سخته ځپل شوې سېمه ده.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نوموړي په اوسني حکومت غږ وکړ چې یادې سیمې ته د روغتیا، پوهنې، کرنې او بیارغاونې برخه کې پاملرنه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام