Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې په ۴.۷میلیونه افغانیو یو پُل ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی

سسسسس

د روزګان د ګیزاب ولسوالي د کاغ په سیمه کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په لګښت، د یوه پُل د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

دا پروژه د(CHA)  موسسې له لوري د کلي پراختیا ریاست تر څار لاندې پلې شوې ده. د پرانیستې په مراسمو کې د ګېزاب ولسوال ملاامیرحمزه حنفي، د کلیو پراختیا ریاست رییس محمدغني بلال، د(CHA)  موسسې ولایتي مسوول، د سیمې قومي مشرانو او علماوو ګډون درلود.

د پُل د پرانیستې پرمهال د سیمې اوسېدونکو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې دا پروژه د دوی یوه اساسي اړتیا وه او د روزګان د ځايي مسوولانو هڅې یې وستایلې.

د خلکو په وینا، د پُل له جوړېدو مخکې له  سیند تېرېدل ډېر ستونزمن وو او له دې امله به د ناروغانو لېږد او د مالونو انتقال له خنډونو سره مخ وو.

ولسوال ملا امیرحمزه حنفي د پرانیستې په مراسمو کې وویل: «دا پُل د ولسوالۍ د اداري څارنې، لارښوونو او هڅو په نتیجه کې جوړ شوی دی، او موږ هیله لرو چې دا به د سیمې د خلکو د تګ‌راتګ او اقتصادي فعالیتونو لپاره سترې اسانتیاوې رامنځته کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کلیو پراختیا ریاست رییس محمدغني بلال هم په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «دCHA  موسسې همکاري زموږ لپاره د لا پرمختګ یوه بیلګه ده. موږ به هڅه کوو چې د داسې پروژو لړۍ دوام ومومي، څو ولسي اړتیاوې په عملي توګه پوره شي.»

د سیمې یوه اوسېدونکي حاجي محمدنعیم وویل: «موږ له دولتي ادارې او مؤسسو مننه کوو، ځکه دا پُل زموږ ژوند ته اسانتیا راوستې. مخکې به موږ د سیند له لارې په ډېره ستونزه تګ‌راتګ کاوه، خو اوس به ماشومان، ناروغان او سوداګر په ارامه تګ کولای شي.»

د پُل نشتوالی د خلکو د تګ‌راتګ او د مالونو د لېږد رالېږد پروړاندې جدي خنډ ګرځېدلی و. د محلي سرچینو په وینا، د دې پُل جوړېدل نه یوازې فزیکي اسانتیا برابروي، بلکې د سیمه‌ییز اقتصاد د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د پراختیا او د خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره به نوې دروازې هم پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام