Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې په ۵۲ ميليون افغانۍ پُل جوړیږي

لغمان کې پل جوړېدل

د لغمان مرکز مهترلام اړوند «‌زيارت» سیمه کې د ۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت د يوه پُل د جوړېدو چارې پيل شوې.

دغه پل ۱۰۰ متره اوږدوالی او ۹ متره پلن‌والی لري چې په جوړېدو سره به يې زرګونه کورنیو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاووې رامنځ ته شي.

د لغمان د ټولګټو چارو رییس ملا همایون وایي، د دغه پله د جوړېدو چارې به يوه کال کې بشپړې شي.

د یادونې ده چې د مهترلام ښار «زیارت» سیمه کې پخوانی پُل موجود دی، خو د تنګوالي له امله په‌کې ګڼه ګوڼه زیاته ده او د سیمې د خلکو کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام