Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې یوې ۶۰کلنې مېرمنې رستورانت جوړ کړی

بولاني-پکوړې-پخول-مزارشریف- پیرکی۲

د بلخ اوسېدونکې ۶۰کلنه نجیبه حقاني چې تر څوارلسم ټولګي یې، زده‌کړې کړي، د پرله‌پسې هڅو سره توانېدلې چې مزارشریف ښار کې یو کوچنی رسټورانټ جوړ کړي.

اووه کاله مخکې، نجیبه حقاني خپل کاروبار د دوه زره ډالرو په پور او له یوې کوچنۍ خونې څخه پیل کړ، خو نن یې رستورانت پراخ شوی او ۱۴ کسان په‌کې کار کوي  چې ۱۲ یې ښځې او دوه نارینه دي.

حقاني وایي: «کله چې مو کار پیل کړ، یوازې دوه زره ډالر مو درلودل او یو ډېر کوچنی اطاق و. ورو ورو مشتریان زیات شول، غوښتنه یې وکړه چې ځای مو پراخ کړو. په پیل کې مې شپږ کارکوونکي لرل، اوس ۱۲ ښځې او دوه نارینه راسره کار کوي. ټولټال ۱۴ کارکوونکي لرو.»

د «کلبه هوسانه» په نوم دغه رستورانت شاوخوا اووه کاله وړاندې جوړ شوی او اوس د مزارشریف په کارټې ریانا سیمه کې موقعیت لري. حقاني وایي چې خپلو کارکوونکو ته د کار په بدل کې هره ورځ ۳۵۰ افغانۍ ورکوي.

ډېری ښځې چې دلته کار کوي، د خپلو کورنیو یوازینۍ نفقه برابرونکي دي. شبنم چې په دې رستورانت کې کار کوي، وایي، له خپل ورځني عاید څخه د خپل ناروغ خاوند د درملنې لګښتونه برابروي.

نجیبه حقاني زیاتوي چې هره ورځ د اوو تر اته زرو افغانیو په ارزښت غوښه او نور خوراکي توکي رانیسي. د دې رستورانت له نوم څخه هم ښکاري چې د خوندور خوړو ځای دی. دلته د غوښې بولاني‌، د ګندنې بولاني‌، میکس بولاني‌، اشک، منتو، غوربندي شوله، سبوسې، قابلي اوزبکي او ګڼ نور خواړه پېردونکو لپاره تیارېږي.

حقاني وایي چې د مشتریانو غوښتنه ورځ تر بلې ډېریږي او رسنیو د دې په معرفي کولو کې مهم رول لوبولی دی: «په پیل کې نه پوهېدم چې رسنۍ د کاروبار په بازارموندنه کې څومره اغېز لري. خو کله مې چې له دولتي او خصوصي رسنیو سره مرکې وکړې، زما کار بېرته وده وکړه. هغه تاوانونه مې بیرته جبران کړل او کاروبار مې رنګ او رونق واخیست. کله چې مشتریان مې محفلونه یا خوښۍ لري، له موږ خواړه غواړي او موږ ورته برابر کوو. دا کار زموږ لپاره ښه عاید لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه رستورانت اوس د مزارشریف له هغو بریالیو رستورانتونو څخه شمېرل کېږي چې د یوې ښځې له لوري پرمخ وړل کېږي. د ښځو د حقونو فعاله، شیما حسین‌خېل، د اغلې حقاني هڅې د افغان ښځو د زړورتیا او ځان‌باورۍ بېلګه بولي.

هغې سلام‌وطندار ته وویل: «زنان کارآفرین د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، مالي ځواکمنتیا، د وابستګۍ په کمولو او د اعتماد په لوړولو کې مهم رول لري. دا عمل نه یوازې د ښځو د فردي ودې لامل کېږي، بلکې د ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ بنسټ هم جوړوي. که دولت او مدني بنسټونه د مالي اسانتیاوو، مسلکي روزنو او حمایوي قوانینو له لارې د ښځو ملاتړ وکړي، دا به د عادلانه او پرمختللې ټولنې پر لور یو مهم ګام وي.»

اقتصادي کارپوه، احمد خالد خلیل هم باور لري چې ښځې کولای شي د کوچنیو او محلي کاروبارونو له لارې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.
نوموړي زیاته کړه: «زنان په اقتصادونو کې، که دا محلي وي یا کوچني، د تولیدي فابریکو، د خیاطۍ، د کلتوري توکو د جوړولو یا نورو وړو کسبونو له لارې ښه ونډه اخیستلی شي. که د هغو ښځو لپاره چې له ولسوالیو ښارونو ته راغلي یا بې‌سرپناه دي د کار زمینه برابره شي، دا به یو اغېزمن ګام وي. حکومت باید د دغو پروژو ملاتړ ته لومړیتوب ورکړي.»

نن د نجیبه حقاني «کلبه هوسانه» یوازې د خوړو ځای نه دی، بلکې د ښځو لپاره د کار، اقتصادي خپلواکۍ او هیلو یوه نښه ده؛ هغه ځای چې له یوې کوچنۍ خونې څخه د زرګونو هیلو کلبه جوړه شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام