د میدانوردګ پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت نرخ ولسوالي اړونده د «دادلسهاک» لومړني ښوونځي ودانۍ د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړه او نن ګټېاخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د پوهنې رییس مولوي محمدعثمان حریت جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، یاد ښوونځي ته د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت معیاري ودانۍ د پنځه میاشتو په موده کې جوړه او نن ګټېاخېستنې ته وسپارل شوه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي وویل: «د یاد ښوونځي ودانۍ سربېره ۱۵۰ متره په اوږدوالي احاطوي دېوال، د ۸۰ متره په ژوروالي د څښاک پاکو اوبو یوه ژوره څاه، ۶ بابه عصري تشنابونه، یوه کانګریټي کثافت دانۍ، زر لېتره اوسپنیزه ټانکۍ، د لمریزي برښنا سیسټم او نور اړین اسانتیاوي پکي رامنځته شوې دي.»
هیره دې نه وي چې تردې وړاندې د (UNICEF) له لوري د میدانوردګ په مرکز میدانښار کې د «بالاده کهنه خمار» ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه او ګتېاخیستنې ته سپارل شوې.