Asset 1SWN

روسیه کې د ۴۴زره کاله پخوا لېوه جسد موندل شوی

449441361-989714902635660-7626092138315388782-n-1719632560

د روسیې د یاکوتیا د شمال ختیځ په یوې لرې پرته سیمه کې د «لېوه جسد» موندل شوی چې د څېړونکو په وینا، ۴۴ زره کاله مخکې یې دې سیمه کې ژوند کاوه.

دغه لېوه د دې سیمې دایمي یخونو کې کنګل شوی و او د خپل ډول لېوانو لومړی هغه دی چې کشف کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد لېوه جسد په ۲۰۲۱کال کې په ناببره توګه د یاکوتیا د ابیسکي سیمې اوسېدونکو له‌خوا پیدا او اوس د څېړونکو له‌خوا تر څېړنې لاندې دی.

د یاکوتیا علومو اکاډمۍ کې د ژویو «حیواناتو» مطالعې برخې رییس البرت پروتوپوپوف وویل: «دا د پلیسټوسن دورې د وروستیو ښکاریانو له ډلې دی چې په نړۍ کې په لومړي ځل کشف کېږي.»

نوموړي همداراز وویل چې د دې لېوه د ژوند دوره ۴۴ زره کاله پخوا ته ورګرځي او تراوسه دا ډول څه نه‌دي موندل شوي.

یاکوتیا چې د شمالي کنګل شوي اقیانوس او روسیې د شمالي قطب په لرې ختیځ کې موقعیت لري، یوه لویه سیمه ده چې پراخ ځنګلونه، اوبه لري او شاوخوا ۹۵سلنه په یخ پوښل شوې.

ژمي کې د دې سیمې د حرارت درجه منفي ۶۴ درجو ته رسېږي.

څېړونکي پروتوپوپوف وویل: «معمولا دغه ژوي غوښه خوړونکي دي چې د اوبو ژورو کې ایسارېږي، یخ یې وهي او بالاخره زموږ لاس ته راځي. دا لومړی ځل دی چې دومره غټ لېوه پیدا کېږي.»

د نوموړي په وینا، که څه هم د هغو ژویو او حواناتو پیدا کول چې زرګونه کاله وړاندې د یخونو ژورو کې مړه او همالته یې جسدونه پاتې شوي، د اقلیمي بدلون له امله د دې یخونو ایلې‌کېدل او د ژویو او حیواناتو موندل، غیرعادي نه‌دي، خو د نوموړي په وینا، «دا لېوه ځانګړی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

څېړونکي هیله‌مندي ښيي چې د دغه لېوه پر جسد څېړنې به د طبیعت برخه کې یوه نوې دروازه پرانیزي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام