Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې یوه کس په ۴۰۰زره افغانۍ ښوونځي ته ودانۍ بیاورغوله

صیصصث

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالي کې د یوه کس پر څلور سوه زره افغانۍ شخصي لګښت د «طلوع» منځني ښوونځي ته ودانۍ بیا ورغوله.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست ریيس مولوي محمدعثمان حُریت د بهسودو ولسوالي د دغه اوسېدونکي هڅې وستایلې چې په خپل شخصي لګښت یې منځني ښوونځي ته ودانۍ او درسي ټولګي بیا ورغول.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په میدان‌وردګ کې له کورنیو او نړیوالو بنسټونو او ملي سوداګرو وغوښتل چې د دغه ولایت له پوهنې بهیر سره خپلې مرستې ونه‌سپموي.

د میدان‌وردګ د بهسودو ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې د طلوع منځني ښوونځي ودانۍ بیا ورغول شوه او پر نورو سوداګرو او بډایه خلکو هم غږ کوي چې د دغه ولایت پوهنې برخه کې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم بډایه کسانو او ولس په خپلو مټو ښوونځي ته ودانۍ جوړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام