Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې په څه باندې یو میلېارد افغانیو ۳۵ کېلومټره سړک جوړېږي

20251023_115201

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت د سړکونو جوړولو چارې پيل شوې.

پل‌علم کې په دې اړه جوړې شوې یوې غونډه کې د ا.ا حکومت لوړ پوړو چارواکو، سیمه ییزو مسؤولینو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر د ټولګټو چارو ریاست ریيس مولوي جنت‌ګل سراج وویل: «دغه پروژو کې د لوګر مرکز پل‌علم له خضر نه تر پادخواب روغوني، د بره کي برک ولسوالۍ له بره کي راجان څخه تر ده شیخ څلور لارې، د څرخ ولسوالۍ نه تر ډبر پل پورې ۳۲ کېلومټره سړک او د پوهنتون ۳ کېلومټره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړول شامل دي.»

سراج زیاته کړه، یاد سړکونه د ټولګټو چارو وزارت د یو میلیارد او ۶۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په راتلوونکو دوه کالونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.

د نوموړي په خپره، ټولګټو چارو وزارت په پام کې لري چې د لوګر ازرې ولسوالۍ او همدارنګه د خوښۍ او محمداغۍ ولسوالیو ترمنځ حلقوي سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بلخوا د ټولګټو چارو وزارت مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح وویل، ا.ا حکومت د هیواد بیارغاونې ته ژمن دی او د خلکو له غوښتنې سره سم به اساسي او فرعي سړکونه معیاري جوړ کړي.

نوموړي د ا.ا له ادارو، مسؤلینو او عامو خلکو وغوښتل چې د ټولګټو چارو وزارت د پیل شویو پروژو په عملي کېدو کې بې ځایه مداخلې ونه کړي او د یادو پروژو په عملي کېدو کې له ټولګټو چارو وزارت او قراردادي شرکت سره همکاري وکړي.

همدارنګه د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد قاسم خالد وویل، لوګر ولایت اوسیدونکو په تېرو شلو کالونو کې سخته قرباني ورکړې ده او په تېره موده کې د دغه ولایت اوسیدونکو ته د پآم وړ بنسټریز کار ندی شوی.

خالد وویل، ا.ا ادارو ته پکار ده چې د ولس د اړتیا او غوښتنو له مخې اساسي او پراختیايي پروژې عملي کړي.

ده همدارنګه له اړونده شرکت وغوښتل چې د لوګر ولایت د ۳۵ کېلومټره سړک د جوړیدو چارې اساسي او معیاري ترسره کړي او که چیرې یې معیاري ترسره نه کړي، حکومت به درسره محاسبه وکړي.

په یاده ناسته کې د قومي مشرانو په استازولۍ حاجي عبدالرحمن توکلي وویل، د لوګر ولایت ولس د سړکونو د جوړونې او بیارغاونې پروژو له پيل څخه ملاتړ کوي او غوښتنه یې وکړه چې د دغه ولایت د محمداغې، خوښۍ، ازرې، خروار او بره کي برک ولسوالیو خامه سړکونه هم په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام