د فراه محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۳۰۰زره ډالرو په ارزښت د «اوړو یوه تولیدي شرکت» په فعالیت پیل کړی دی.
د فراه د صنعت او سوداګرۍ رییس شمسالحق اجمل وایي، نن (پنجشنبه، د وږي ۲۷مه) په دغه ولایت کې د یوه پانګوال لهخوا د ۳۰۰زره امریکایي ډالرو په پانګونه د اوړو تولیدي شرکت پرانیستل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې یاد شرکت په یوه شپه او ورځ کې د ۸۰ ټُنه اوړو د تولید ظرفیت لري او ۲۵ ځوانانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «فراه ارد» شرکت رییس محمدداوود وایي، که د برښنا ستونزه حل شي، د دې شرکت د تولید ظرفیت به په شپه او ورځ کې ۳۰۰ ټُنو ته ورسېږي او صادرات به یې نورو هېوادونو ته هم پراخ شي.
یاده دې وي چې دا په فراه کې د اوړو دویم تولیدي شرکت دی چې د شخصي پانګې پرمټ فعالیت پیلوي. لومړی شرکت «بخشاباد» و.