Asset 1SWN

د هلمند سنګین کې په ۲۶ میلیونه افغانۍ ۳۰ بستریز روغتون جوړ شوی

IMG-20250205-WA0085

د هلمند په سنګین ولسوالي کې د ۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت، ۳۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاد روغتون د عامې روغتیا وزارت، د هلمند ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست په ګډو هڅو د «یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار» موسسې په مالي ملاتړ جوړ شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جوړ شوی روغتون ۳۰ بسترونه، ۲۴ خونې او د ناروغانو د درملنې لپاره لازم تجهیزات لري.

د روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست نورجلال جلالي، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي او نورو چارواکو ګډون درلود.

د عامې روغتیا سرپرست مولوي نورجلال جلالي د روغتون جوړېدل د سنګین ولسوالي اوسېدونکو لپاره یو مهم پرمختګ وباله.

هغه وویل: «د روغتیایي خدماتو پراخوالی د افغان حکومت له لومړیتوبونو څخه دی، او موږ هڅه کوو چې په لرې پرتو سیمو کې هم روغتیایي اسانتیاوې برابرې کړو.»

د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي وویل: «د روغتیایي خدماتو پراخوالی زموږ د حکومت له مهمو موخو څخه دی، او موږ به هڅه وکړو چې د ولایت په نورو ولسوالیو کې هم ورته اسانتیاوې برابرې کړو.»

د سنګین ولسوالي یوه قومي مشر محمدجان، د روغتون د پرانیستې مراسمو کې وویل: «موږ له کلونو راهیسې د روغتیایي اسانتیاوو له کمښت سره مخ وو. دا روغتون به زموږ د خلکو لپاره یو لوی خدمت وي، خو لا هم اړتیا ده چې پکې د متخصصو ډاکټرانو شمېر زیات شي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی، عبدالسلام وايي: «موږ هیله لرو چې دا روغتون به په بشپړ ظرفیت سره فعالیت وکړي، او ټول هغه روغتیایي خدمتونه چې اړتیا ورته لرو، موږ ته وړاندې کړي.»

بل‌خوا د هلمند د والي ویاند محمدقاسم ریاض، سلام وطندار ته وویل: «دا روغتون د سنګین ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره یو مهم ګام دی، او موږ هڅه کوو چې د روغتیایي خدماتو کیفیت لا ښه کړو. موږ له مرستندویو موسسو غواړو چې د تجهیزاتو او پرسونل په برخه کې زموږ نوره همکاري وکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سنګین ولسوالي اوسېدونکي له ډېر وخت راهیسې د روغتیایي خدمتونو له محدودیتونو شکایت لري او وايي، د لرې‌پرتو سیمو اوسېدونکي لاهم معیاري روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام