د کندهار صنعتي ښارګوټي کې د درې میلیونه ډالرو په پانګونې سره د «چرګانو دانې» یوې تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ.
دا کارخونه د نړیوالو معیارونو سم جوړه شوې او په یوه ساعت کې ۲۵ ټُنه دانه تولیدولی شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې کارخونې مسوولان وايي چې د چرګانو دانې دغې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې یې، یو کال وړاندې پیل کړې وې او تېره ورځ پرانېستل شوه.
د کارخونې مسوول حاجي محمدسلیم کریمي وايي: «دا کارخونه د یونیم کال په موده کي بشپړه شوې. دا کارخونه په ساعت کې ۲۵ ټُنه د تولید وړتیا لري او درې میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی دی. لس ساعت کې ۲۵۰ ټُنه، ۱۲ساعتونو کې درې سوه ټُنه تولید لري. دا کارخونه د نړیوالو نورمونو مطابق په معیاري ډول جوړه شوې.»
د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مشر شېرباز کمینزاده وایي چې د دې کارخونې پرانېسته به د چرګانودانې او هګیو تولید په سکټور کې د ځانبسیاینې په لور یو ستر ګام وي.
د نوموړي په وینا، افغانستان له دې وړاندې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت له نورو هېوادونو د چرګانو دانو او هګیو واردات لرل چې دغه کچه به سږکال صفر ته ښکته شي.
نوموړي وویل: «دچرګانو دانې او هګیو سکټور کي افغانستان پر ځان بسیا شوی ، تیر جمهوریت کي افغانستان دیو میلیارد ډالرو په ازرښت دچرګانو دانه او هګۍ واردولې خو اوس زه ډاډه یم چي دغه واردات به سږ کال صفر ته راټیټ شی پدې مانا چي موږ به تر دې وروسته دیو میلیارد ډالرو په ارزښت کورني تولیدات ولرو.»
سره له دې چې د کندهار صنعتي ښارګوټی د اقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم مرکز ګڼل کېږي، خو د برښنا کمښت د کارخونو د فعالیت پروړاندې لوی خنډ دی.
د برښنا کمښت له امله ډېری وخت د کارخونو ماشینونه درېدلي وي او د تولیداتو پر کیفیت او کميت هم مستقیم اغېز لري.
کندهار کې د یوې کارخونې کارکوونکی صدام وايي: «دلته چې برق نه وي، کار نهوي، تولیدات مو ټکني وي؛ ځکه د ټولو ماشینونو څراخونه ولاړ وي. موږ ټول صنعتي پارک کې یوازې شپږ ساعته برق لرو. موږ د لمریزې برښنا څخه د عمومي ترڅنګ کار اخلوو، خو چې اسمان ورېځ وي، بیا نو برق نهلرو.»
په کندهار کې د درې میلیونه ډالرو په لګښت د معیاري تولیداتو د نوې کارخونې پرانیسته د صنعت په برخه کې لوی پرمختګ ګڼل کېږي، خو د برښنا کمښت د صنعتي ښارګوټي لپاره لا هم جدي ستونزه ده چې پرځای پاتې ده.