د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې تېره ورځ د دغه ولايت په التمور سیمه کې يوه ۲۷کلن ځوان ځانوژنه کړې ده.
د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلاموطندار ته وويل چې دغه ځوان خورشید د منګل زوی او د مرکز پلعلم ښار اړوند التمور سېمې اوسېدونکی دی چې په کلاشینکوف یې ځان ویشتی او وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه چې ياد ځوان رواني ناروغي لرله او د يادې ناروغۍ له امله یې ځانوژنه کړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دغه ځوان خپلوان هم تاییدوي چې خورشید په نوم ځوان په ناڅاپي توګه ځانوژنه کړې ده، خو د پېښې کره څرنګوالي په اړه څه نهوايي.
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځانوژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او څوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې عمل لاس پورې نهکړي.