Asset 1SWN

پکتيا کې د کانګو ناروغي له امله يوې ۲۵ کلنې مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړی

څمکنۍ- روغتون

د پکتيا د عامې روغتيا رياست مسولان وايي، د دغه ولايت څمکنيو ولسوالي کې يوه ۲۵‌کلنه مېرمن پر کانګو ناروغۍ تر اخته‌کېدو وروسته يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتيا عامې روغتيا رييس خيرمحمد منصور وويل چې ياده مېرمن روغتون ته پر وخت د نه‌رسېدو له امله مړه شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وويل: «کانګو يوه خطرناکه ناروغي ده. موږ هغه ټول تدابير نيولي، خو تر اوسه يوازې يوه پېښه څمکنيو ولسوالي کې ثبت شوې او متاسفانه هغه ناروغ ژوند له لاسه ورکړی دی.»

ډاکټران وايي، کله چې کانګو ويروس د انسان بدن ته داخل شي، د انسان وينه کې پر سپينو کروياتو حمله کوي او د بدن دفاعي سېسټم کمزوری کوي، که درملنه پر وخت ونه‌شي، انسان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

پکتیا کې یو ډاکټر شريف‌خان وايي، خلک دې د قربانۍ‌کولو پر وخت ځانګړي کېټونه، ماسک او دست‌کشو څخه استفاده وکړي.

د پکتيا يوشمېر اوسېدونکي له عامې روغتيا رياست او نورو اړوند ادارو غواړي چې د يادې ناروغۍ په تړاو دې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

څو ورځې وړاندې د عامې روغتيا وزارت مسوولانو سلام‌وطندار ته ويلي و چې د تېرو دوو مياشتو پر مهال هېوا کې د کانګو ناروغۍ پېښې، ۳۸سلنه زياتې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام