Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې په ۱۹میلیونه افغانیو د چورګوړو تولیدي کارخونه جوړه شوې

IMG-20260114-WA0015

په بلخ کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یوه پانګه‌وال له لوري د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د چورګوړو د تولید یوه کارخونه جوړه کړې ده.

یاده کارخونه د چرګانو د غوښې د بازار د اړتیاوو پوره کولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د هېواد د اقتصادي ودې په موخه او هم‌مهاله له پاکستان سره د لارو له تړل‌کېدو وروسته جوړه شوې ده.

د کارخونې مسوول بسم‌الله وایي چې دا مرکز په څلوېښت ورځو کې د شاوخوا ۳۰۰زره هګیو په چرګوړو د بدلولو ظرفیت لري. د نوموړي په وینا، دامهال په دې کارخونه کې تر ۳۰ زیات کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

نوموړی زیاتوي: «موږ دا فابریکه د ۱۹میلیونه افغانیو په لومړنۍ پانګونه جوړه کړه. په هر څلوېښت ورځني پړاو کې کولای شو نږدې ۳۰۰زره د چرګانو چنګړي تولید کړو. اوس مهال زموږ پېرېدونکي د بلخ او جوزجان ولایتونو فارم‌داران دي او په راتلونکي کې هڅه لرو چې د فابریکې ظرفیت نور هم لوړ کړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دې تولیدي مرکز مسوولان وایي چې د ورته کارخونو ملاتړ کولای شي، د هېواد د ځان‌بسیاینې، د وارداتو د کمښت او ځوانانو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

په همدې حال کې، هغه ځوانان چې په دې کارخونه کې پر کار بوخت دي، وایي چې د ورته تولیدي مرکزونو جوړېدل نه یوازې اقتصادي وده رامنځته کوي، بلکې د ځوانانو د مهاجرت مخنیوی هم کوي.

د دې کارخونې یو کارکوونکی محمدیاسین وایي: «زه تازه له پاکستان څخه شړل شوی یم او بلخ ته راغلم. اوس ډېر خوشاله یم چې په خپل وطن کې کار کوم. له پانګه‌والو غواړو چې په هېواد کې نورې فابریکې هم فعالې کړي.»

دا کارخونه په داسې حال کې خپل فعالیت پیلوي چې له پاکستان سره د لارو د تړل کېدو وروسته د هېواد په بازارونو کې د چرګانو د غوښې بیې لوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام