د استرالیا د سیدني ښار اړوند د سیند پر غاړه د یوه شارک کب له برید وروسته یو ۱۲ کلن هلک په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د هلک کورنۍ په یوه بیان کې د هغه د مړینې پخلی کړی دی. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د استرالیا د ختیځ ساحل په اوږدو کې په وروستیو ورځو کې د شارک څو بریدونه ثبت شوي دي.
۱۲کلن نیکو انټیچ، چې د تېرې یکشنبې پر ورځ د سیدني له مرکزي سوداګریزې سیمې شاوخوا ۹ کیلومتره لرې، د واوکلوز په سیمه کې له خپلو ملګرو سره د ډبرو څخه اوبو ته د ټوپ وهلو پر مهال د شارک ښکار شوی دی.
هغه د ملګرو لهخوا له اوبو ایستل شوی او د سختو ټپونو له امله یې روغتون کې ساه ورکړې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هلک کورنۍ په خپل بیان کې ویلي: «موږ په ډېر درد سره دا خبر شریکوو چې زموږ زوی نیکو له نړۍ سترګې پټې کړې.»
د دې پېښې وروسته، په روانه اوونۍ کې د سیدني په ګډون لسګونه ساحلونه تړل شوي، ځکه په دوو ورځو کې دا د شارک بریدونو څلورمه پېښه ده چې رامنځته کېږي. چارواکي وایي، سختو ورښتونو او خړو اوبو د شارک د راجلبېدو احتمال زیات کړی دی.
د شمېرو له مخې، په استرالیا کې هر کال شاوخوا ۲۰ د شارک بریدونه کېږي چې له درېو کم یې مرګوني وي، خو لا هم د ساحلي ډوبېدو پېښې تر دې ډېرې دي.