Asset 1SWN

میدان وردګ کې په ۱۰۰زره ډالرو د یوې رغنیزې پروژې چارې پیل شوې

ل۱۲۱

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام(FAO) له لوري د نرخ ولسوالۍ په «ده حیات» سیمه کې د یوه استنادي دیوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یادې پروژې د پیل پرمهال د دغه ولایت د سیندیزې حوزې ریاست رییس عبدالصمد حلیم وویل، د استنادې دېوال دغه پروژه چې ۱۷۰ متره په اوږدوالي او د ۴ متره په لوړوالي سره د زاهدسعید شرکت له لوري د درېوو میاشتو په موده کې بشپړېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د یادې پروژې په ترڅ کې لسګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره شي او همدارنګه به د یاد استنادي دیوال له بشپړېدو سره لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او هستوګنیز کورونه د سېلابونو له خطره خوندي شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نرخ ولسوالي اوسېدونکي هم خوښ دي چې په یاده ولسوالي کې د سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د یوې پروژې کار چارې پيل شوې، خو ټینګار کوي چې ورته پروژې دې ددغه ولایت په لرو پرتو لسوالیو کې هم عملي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام