د اسراییلو د شمالي جلیل په سیمه کې د خطر زنګونه وهل شوي، څو خلک د هغو راکټونو له ګواښ څخه خبر کړي چې د لبنان له سوېل څخه توغول شوي دي.
د راپورونو له مخې، داسې ښکاري چې وضعیت بېرته د شپې په اوږدو کې پوځي بڼې ته ګرځېدلی دی. د اسراییلو پوځ ویلي چې له نیمې شپې وروسته شاوخوا ۶۰ راکېټونه د دغه هېواد شمالي سیمو ته توغول شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همداراز، د واټن له پلوه لرې ویشتل کېدونکي توغندي هم کارول شوي چې د اشدود او حیفا ښارونه یې په نښه کړي دي.