ننګرهار کې د درېیمې پرلپسې ورځې لپاره د ورښتونو له امله د چت نړېدو پېښې تلفات اړولي.
ځايي مسوولان وايي، تېره شپه دغه ولایت کې د یوه کور د چت نړېدو پر مهال د یوې کورنۍ ۷ غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي نن چهارشنبه د حمل ۱۹ / اپرېل ۸ سلاموطندار ته وویل، د شېرزادو ولسوالۍ «کمې ترمۍ» سیمه کې د سختو ورښتونو له امله د عزیزالله په نوم د یوه کس د کوټې چت لوېدلی.
ده وویل چې په مړو شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د داسې مهال دی چې تېرو دوو ورځو کې هم ننګرهار کې د کورونو چت نړېدو پېښو له امله ۱۶ کسانو ژوند بایللی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي وو.
په ټوله کې د تېرو دریو ورځو پرمهال ننګرهار کې د کورونو چتونو نړېدو پېښو کې ۲۳ کسانو ژوند بایللی او ۸ نور ټپیان شوي دي.