Asset 1SWN

سلام وطندار

ډونالډ ټرمپ: د هرمزتنګي ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې مدیریت کې مرسته کوو

Republican Presidential candidate, Donald Trump gestures during a speech in Virginia Beach, Va., Monday, July 11, 2016.    (AP Photo/Steve Helber)

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ  وايي چې متحده ایالات به د هرمز تنګي کې د بېړیو د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې په مدیریت کې مرسته وکړي.

ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارمTruth Social  کې په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ به د هر ډول توکو له زېرمو سره هلته موجود یو او همداسې به شاوخوا ګرځو، څو ډاډ ترلاسه شي چې هر څه سم پرمخ ځي.» هغه زیاته کړې چې «دا کېدای شي د منځني ختیځ د زرین دور پیل وي.»

نوموړي د امریکا د رول په اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ویې ویل چې «ډېرې پیسې به وګټل شي» او ایران کولای شي د بیارغونې بهیر پیل کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تر دې وړاندې د اسوشیډیډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی و چې د اوربند د احتمالي هوکړې له مخې به ایران له هغو بېړیو څخه فیس اخلي چې د هرمز له تنګي تېرېږي، څو د هېواد د بیارغونې لپاره مالي سرچینې برابرې کړي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی چې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي او هر ډول بدلون په‌کې د نړیوال اقتصاد لپاره مهم اغېز لرلی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام