د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي ویلي، هېواد یې افغانستان ته ۳ میلیون پونډه ځانګړې کوي.
لینډسي تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دا مرسته په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کسانو څخه د ملاتړ لپاره برابریږي.
د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي زیاته کړې چې هېواد یې تېر یو کال کې افغانستان سره ۱۵۴ میلیون پونډه مرسته کړې ده.