Asset 1SWN

امریکا د ایران د نفتو پلور لپاره ۳۰ ورځنی معافیت اعلان کړی

K5T2BADFMJC2FD3ORUCIH7M2P4

د امریکا خزانې وزارت د انرژۍ پر نړیوال بازار د فشار کمولو لپاره د ایران د نفتو پر پلور ۳۰ ورځنی موقتي معافیت اعلان کړی.

د دې پرېکړې له مخې، هغه ایراني نفت او محصولات چې د مارچ له ۲۰ د اپرېل تر ۱۹ پورې پر کښتیو بار شوي، نړیوالو بازارونو ته د پلور اجازه لري.

د راپورونو پر اساس، دا اقدام د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو له امله د انرژۍ پر عرضه د فشار د کمولو لپاره شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت ټینګار کړی چې دا معافیت موقتي او محدود دی او یوازې هغه نفت په‌‌کې شامل دي چې مخکې له مخکې د انتقال په حال کې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام