د ډېرو ښځو لپاره اختر یوازې یو جشن نه، بلکې د کورنیو د راټولېدو، د اړیکو د تازه کولو او هغو دودونو او رواجونو د ژوندي ساتلو فرصت دی چې له نسلونو راهیسې د افغانستان په فرهنګ کې ریښه لري.
په دې ورځو کې کورونه د اختر رنګ او بوی خپلوي او ښځې په ډېر شوق د اختر د دسترخوانونو په چمتو کولو بوختېږي، هغه دسترخوانونه چې د مېلمهپالنې، مینې او د پخوانیو دودونو د ساتنې مهم سمبول ګڼل کېږي.
په بامیان، دایکندي، بلخ، تخار، ننګرهار، کندهار، فاریاب، بدخشان، بغلان، سمنګان، کاپیسا، پروان او جوزجان ولایتونو کې ۲۷ ښځو سلاموطندار سره خبرو کې ویلي، د اختر په درشل کې د دسترخوانونو د ښکلا لپاره، د کېک او کلچو، ګوشفیل، خجورو او قتلمو په څېر نور خواږه چمتو کوي.
دغه ښځې وایي، سره له دې چې اقتصادي فشارونه شته، خو بیا هم هڅه کوي چې کورونو کې د خوږو په پخولو، چمتو کولو د اختر دسترخوانونو په برابرولو سره، کورنۍ خوشاله وساتي او د هېواد دودونه او رواجونه خوندي کړي.
د بلخ اوسېدونکې ۳۳ کلنه عزیزه او د جوزجان اوسېدونکې ۲۱ کلنه فریبا چې دواړه د اختر لپاره خواږه چمتو کوي، وایي:
«د اختر په ورځو کې د شمال زون ځینې کورنۍ خواږه چمتو کوي. پراټې، کېک او کلچې پخوي او بادام، نخود او سیمیان هم د خوږو او چاکلېټو په څېر له بازاره اخلي. دا کار د خلکو تر منځ عام دی.»
«زموږ په سیمه کې د اختر په ورځو کې تر ډېره خجورې، کېک او کلچې چمتو کېږي. زموږ د اختر وچه مېوه هم ممیز، نخود، بادام، پسته، چاکلېټ او سیمیان دي. ځینې توکي له ښاره اخلو او ځینې بیا په کور کې چمتو کوو.»
په تخار کې بیا ګوشفیل او مالګینې کلچې د اختر تر ټولو دودیزو خوږو څخه دي.
د تخار اوسېدونکې لیدا میرزایي وایي چې په کور کې د همدې خوږو په پخولو سره د اختر دسترخوان چمتو کوي.
همدارنګه، د کاپیسا اوسېدونکې ۲۵ کلنه مروه وایي چې د دوی د اختر دسترخوانونه عموماً له کورنیو خوړو، وچو مېوو او خوږو څخه جوړ وي.
«موږ له خوږو څخه کلچه شور، ګوشفیل او خجورې لرو. حتمي ده چې پر دسترخوان وچې مېوې وي، لکه ممیز، نخود، بادام او پسته. تازه مېوې هم ږدو، لکه مڼې، انار او کیلې. کورنۍ کلچې ډېره اهمیت لري او ډېری خلک یې خوښوي، موږ هم یې پخوو.»
«د اختر په ورځو کې چې کوم خواږه چمتو کوو، کېک او کلچې دي او زموږ د اختر دسترخوان وچې مېوې، تازه مېوې، کېک او کلچې لري.»
خو له دې سره سره، د بیو لوړېدل او اقتصادي ستونزې لامل شوي چې ځینې ښځې ونهشي کولی د پخوا په څېر د اختر خوشالۍ ونمانځي.
د پروان اوسېدونکې ۲۳ کلنه زینب او د ننګرهار اوسېدونکې ۲۳ کلنه مروه سادات وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله یې سږکال د لږ لګښت په کولو سره، خپل د اختر دسترخوان چمتو کړی.
«په عمومي ډول خلک د اختر دسترخوان ته د خپلې وسې سره سم مېوې اخلي. سږکال موږ په خپله لږ لګښت کړی، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت د تېر کال په پرتله کمزوری شوی.»
«پخوا به خلک ډېر یو بل ته تلل او له خپلوانو او ګاونډیانو سره به یې ډېر وخت تېرولو، خو اوس ځینې څه بدل شوي. تګ راتګ کم شوی او بیې لوړې شوي چې تر یوه حده یې اغېز کړی دی.»
په همدې حال کې، د ټولنیزو چارو کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالان وایي چې د اختر د دودونو او عنعناتو په ساتلو کې د ښځو ونډه ډېره مهمه ده او همدا لامل دی چې دا رواجونه لا هم په ټولنه کې ژوندي پاتې دي.
ټولنیز کارپوه شعیب احمدي وایي: «ښځې د اختر په چمتووالي کې ډېره مهمه ونډې لري، ځکه د کور ډېری مسوولیتونه د هغوی پر غاړه وي. د کور له پاککارۍ نیولې تر بېلابېلو خوړو چمتو کولو او د نوو جامو برابرولو پورې. همدارنګه، په کورنیو کې د دودونو او رواجونو ساتنه هم ډېره د ښځو پر اوږو ده او له همدې امله ډېر پخواني رواجونه لا هم پاتې دي.»
د ښځو د حقونو فعاله ذکیه عليزاده وایي: «که په یوه کور کې ښځه د اختر لپاره چمتووالی ونه نیسي، فرشونه ونه وینځي او د کور د برابرولو ته پام ونه کړي، خامخا لویه ستونزه رامنځته کېږي. که د اختر له رارسېدو څو ورځې مخکې بازارونو ته وګورو، د ښځو حضور وینو چې د اختر لپاره چمتووالی نیسي. همدا چمتووالی خپله یو دود او عنعنه ده او ښځې په کور او ټولنه کې پکې ډېر مهم او اغېزناک رول لري.»
اختر په افغانستان کې یو له مهمو دیني او کلتوري مناسبتونو څخه دی او هر کال د کورنیو خوږو، وچو مېوو، د نوو جامو په چمتو کولو او د کورنیو په لیدنو او کتنو سره لمانځل کېږي، هغه جشن چې په ژوندي ساتلو کې یې د ښځو ونډه بنسټیزه ده.