Asset 1SWN

سلام وطندار

د لوګر والي: کابل کې پر روغتون برید به بې‌ځوابه پاتې نشي

7e4a309f-da44-484a-918a-f30b40fd1bcc

د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي پر کابل د پاکستان بېګانی مرګونی برید «بشري ضد عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې دغه برید به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.

د والي له دفتر څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد برید د روژې مبارکې میاشتې په شپو کې پر یوه روغتیايي مرکز شوی چې له امله یې سلګونه ملکیان شهیدان او ټپیان شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې پر روغتونونو، ناروغانو او ملکیانو برید د اسلامي ارزښتونو او نړیوالو بشري اصولو ښکاره نقض دی.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د دې پېښې قربانیان بې‌ګناه خلک دي او دا برید د ټولنې پر تر ټولو زیانمن قشر شوی چې هېڅ ډول توجیه نه‌لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د لوګر والي خبرداری ورکړی چې دا ډول پېښې به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي او د هېواد د خلکو پر وړاندې به د هر ډول تېري پر وړاندې کلک غبرګون وښودل شي.

د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان د پوځي رژیم له لوري د کابل ښار د روږدو کسانو پر ۲۰۰۰ بستریز روغتون هوایي برید شوی چې د وروستیو شمېرو له مخې په‌کې شاوخوا ۴۰۸ کسان شهیدان او ۲۵۰ ټپیان شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام