Asset 1SWN

سلام وطندار

قالیباف: امریکايي ځواکونه دې له سیمې ووځي

قالیباف-rhhv0bavra1xkpfq6og7jbzywm496dbaw2azngy6x4

د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف ویلي چې د سیمې امنیت باید د سیمې د هیوادونو له لوري تامین شي او د امریکا نظامي حضور په منځني ختیځ کې امنیت نشي راوستلی.

قالیباف نن سه‌شنبه، کب۲۶ /مارچ ۱۷مه، د ایران دولتي تلویزیون سره په خبرو کې ویلي: «د امریکا نظامي حضور په منځني ختیځ کې امنیت نه راولي. د سیمې امنیت باید د سیمې د هیوادونو په لاس کې وي.»

د ایران د پارلمان رییس زیاته کړې چې د سیمې نظم او امنیت به په اقتصادي او امنیتي برخو کې هم د سیمې د هېوادونو له لوري رامنځته شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه ویلي: «د منځني ختیځ څېره او نظم به بدل شي، خو نه د امریکا د پلان مطابق؛ دا بدلون به د سیمې د هیوادونو له‌خوا رامنځته شي.»

قالیباف ټینګار کړی چې د امریکا ځواکونه باید له سیمې ووځي.

وروسته له دې چې امریکا او اسراییل په ګډه پر ایران برید وکړ، تهران یې په غبرګون کې په منځني ختیځ کې د امریکایي اډو پر ضد عملیات پیل کړي چې لاهم روان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام