Asset 1SWN

سلام وطندار

د روږدو پر روغتون د پاکستان برید کې د شهیدانو شمېر ۴۰۰ ته لوړ شوی

HDkDVFPWoAERTCM

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، د پاکستان پوځ تېره شپه ماخوستن شاوخوا نهه بجې کابل کې د اميد په نوم د معتادينو د درملنې ۲زره بستريز روغتون بمبار کړ.

هغه وویل، د شهيدانو شمېر ۴۰۰ ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپيان شوي.

د هغه په وینا، د روغتون زياتې برخې له منځه تللي او تر اټکل د زياتو تلفاتو ويره شته.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستان یو ځل بیا د هېواد پر حریم تېری کړی او دا ځل یې کابل کې د روږدو روغتون په نښه کړی دی.

هغه هم لیکلي چې دغه برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړي چې ډېری یې تر درملنې لاندې وو، شهیدان او ټپیان شوي.

د ده په وینا، دغه «جنایت» په کلکو ټکو غندي او دا ډول عمل د ټولو منل شوو اصولو خلاف بشر ضد عمل بولي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام