د ایران د پوځ عمومي قومندان امیر حاتمي خبرداری ورکړی چې د هند سمندر کې د دغه هېواد پر یوې جنګي بېړۍ شوی مرګونی برید به بېځوابه پاتې نهشي.
د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، حاتمي ویلي چې د «IRIS Dena» په نوم د ایران د سمندري ځواکونو پر جنګي بېړۍ برید شوی او په پایله کې یې د بېړۍ ۱۰۴ تنه عمله وژل شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د دې بېړۍ عملې خپل پوځي تمرین پای ته رسولی و او بېرته ایران ته روانه وه چې په لاره کې پرې برید شوی و.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ده په وینا، دغه برید په داسې حال کې شوی چې د بېړۍ عمله په کومه مستقیمه جګړه کې ښکېله نهوه.
حاتمي د وژل شویو سمندري ځواکونو د قربانۍ ستاینه وکړه او ویې ویل: «د ډینا نوم او د هغې د عملې قرباني به د ایران د سمندري تاریخ د زړورتیا او سرښندنې سمبول پاتې شي.»
هغه ټینګار وکړ چې د ایران پوځ به د هېواد سمندري پولې وساتي او د خپلو سمندري ځواکونو د پیاوړتیا لپاره به نور هم جدي ګامونه واخلي.