Asset 1SWN

سلام وطندار

د اسلامي امارت پاکستان کړکېچ؛ چین د تفاهم رامنځته کولو ته چمتوالی ښوولی

c2c78b07-d5a7-436e-b83b-9c3b96ab7fe9

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي سره ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې په امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه پر اېکسپاڼه لیکلي چې امیرخان متقي د اسلامي امارت د بهرني سیاست پر اقتصادمحوره تګلارې ټینګار وکړ او ویې ویل، افغانستان له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او د اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي امارت د هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیپلوماسي بولي.

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشارې زیاته کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي.

متقي همدارنګه ویلي، د پاکستان بریدونو کې تر ډېره ولسي وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کیږي او ملکي تاسیسات تخریبوي.

د چین بهرنیو چارو وزیر هم د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي، هېواد یې د سیمې د ثبات او امنیت لپاره سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم بولي.

هغه همداراز زیاته کړې، د عامو خلکو او ملکي تأسیساتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي.

وانګ‌يي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ سطحه نوره هم لوړیږي.

هغه زیاته کړه چې هېواد یې د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام