د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وایي، پر ایران د امریکا او اسراییلو د بریدونو پرمهال تراوسه ۱۹۳ماشومان وژل شوي چې تر ټولو کم عمر قرباني یې یوه اته میاشتنۍ ماشومه ده.
هغه زیاته کړه چې په جګړه کې یو څلور میاشتنی ماشوم هم ټپي شوی دی.
مهاجراني د یوې غونډې پرمهال د وژل شویو ماشومانو د انځورونو په وړاندې کول سره، وویل، په جګړو کې د روغتیا او طبي مرکزونو پر ضد هم بریدونه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې زیاته کړه چې تراوسه ۱۱ روغتیايي کارکوونکي وژل شوي دي.
د نوموړې په وینا، د جګړې پرمهال ۵۲ روغتیايي واحدونه، ۲۹ طبي مرکزونه، ۱۹ بیړني مرکزونه او ۱۶ امبولانسونه په نښه شوي چې څلور امبولانسونه او یوه د ژغورنې چورلکه هم لهمنځه تللي دي.
د ایران چارواکي دا بریدونه د بشري حقونو خلاف ګڼي او وایي چې جګړه نه یوازې ملکي خلک، بلکې د روغتیايي خدمتونو بنسټونه هم په جدي ډول زیانمن کړي دي.