د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ایران ته د «پارونکو اقداماتو» په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه خبرداری څو ساعته وروسته له هغې ورکړل شوی چې د ناټو هوايي دفاع یو توغندی چې له ایران څخه د ترکیې پر لور توغول شوی و، نسکور کړ.
دا د منځني ختیځ د روانې جګړې له پیل راهیسې دویمه ورته پېښه بلل کېږي.
اردوغان دا څرګندونې د اروپايي شورا او اروپايي کمېسیون په بلنه د سیمې له یوشمېر مشرانو سره د ویډیويي کنفرانس پر مهال وکړې.
هغه وویل، سره له دې چې ترکیې ایران ته صادقانه خبرداری ورکړی و، بیا هم داسې ناسم او پاروونکي اقدامات دوام لري چې د انقرې او تهران ترمنځ اړیکې له ګواښ سره مخ کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ چې باید ورته کړنې تکرار نهشي او زیاته یې کړه چې د تېروتنو له تکرار او لجاجت باید ډډه وشي.
تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ هم ټولو اړخونو، په ځانګړي ډول ایران ته خبرداری ورکړی و چې داسې ګامونه وانهخلي چې امنیت او ملکي وګړي له خطر سره مخ کړي.
د ترکیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ناټو هوايي دفاع یو بالستیک توغندی چې له ایران څخه توغول شوی و، د ختیځې مدیترانې په فضا کې لهمنځه وړی دی.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د توغندي ځینې ټوټې د ترکیې د سویل ختیځ په غازي عینتاب ولایت کې لوېدلې دي، خو کوم زیان یې نه دی اړولی.