Asset 1SWN

سلام وطندار

استرالیا اماراتو ته توغندي او د څار الوتکه استوي

202503-s025-e7-raaf-final

د استرالیا لومړی وزیر انتوني البانیزي وايي چې هېواد به یې د خلیج سیمې د امنیت د ملاتړ لپاره پوځي مرستې واستوي.

د هغه په وینا، استرالیا به د اوږد واټن د څارنې یوه الوتکه او هوا په هوا توغندي واستوي، څو د ایران د احتمالي بریدونو پر وړاندې د سیمې له هېوادونو سره مرسته وکړي.

البانیزي وویل چې د استرالیا شاهي هوايي ځواک به دE-7A Wedgetail په نوم د هوايي څارنې الوتکه او ورسره اړوند پوځي پرسونل د راتلونکو څلورو اوونیو لپاره خلیج سیمې ته واستوي. د ده په خبره، د دې ماموریت هدف د خلیج پر فضا څارنه او د سیمې د هېوادونو د ګډ دفاعي امنیت ملاتړ دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاته کړه چې استرالیا به همدارنګه عربي متحده اماراتو ته پرمختللي منځني واټن هوا په هوا توغندي ولېږي. دا پرېکړه وروسته له هغه اعلان شوه چې البانیزي د متحده عربي اماراتو له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې وکړې.

د استرالیا حکومت وایي چې دا ګام د خلیج سیمې د هوايي امنیت د پیاوړتیا او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د ګډ دفاعي همکارۍ یوه برخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام