Asset 1SWN

سلام وطندار

عباس عراقچي: امریکا سره د خبرو بیا پیلول امکان نه‌لري

عباس عراقچي ۳۴۵

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تازه ویلي چې له وروستیو شخړو وروسته، امریکا سره د خبرو بیا پیلول امکان نه‌لري.

هغه نن سه‌شنبه رویټرز اژانس سره خبرو کې ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ تېرې خبرې یوه ترخه تجربه وه.

ورته وخت کې د ایران خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قومندان ویلي، د اسراییل او امریکا پر وړاندې به یې بریدونه دوام ولري.

هغه ویلي چې امریکا او اسراییل داسې شرایطو کې نه دي چې هر وخت یې زړه وي جګړه پایته ورسوي.

دې سره ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یو ځل بیا یې سعودي عربستان او بحرین کې په امریکایي پوځیانو برید کړی.

دغو توغندیزو بریدونو کې د اوښتي زیان په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

همدارانګه ایران د اسراییل تل‌ابیب کې د جنګي الوتکو او هوايي اډو ترمنځ د اړیکو په مرکز هم برید کړی.

دغه مرکز چې د اسراییل د هوايي اډو او جنګي الوتکو ترمنځ د اړیکو له مهمو مرکزونو بلل کېده، د «وعده صادق ۴» عملیاتو ۳۳م پړاو کې په نښه شوی.

خو نه دي ویل شوي چې دغه مرکز ته څومره زیان اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام