د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د جګړو پراخېدل د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرځي او ټول هېوادونه باید د شخړو د حل لپاره د زور پر ځای د خبرو، تفاهم او ډیپلوماټیک تعامل لاره خپله کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن دوشنبه حوت ۱۸ / مارچ ۹ پر اېکسپاڼه ویلي چې امیرخان متقي له کابل مېشتو سفیرانو، ډیپلوماټانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د ځینو نړیوالو سازمانونو له استازو سره غونډه کړې.
هغه دغه غونډه کې د هېوادونو د حریم نقض او ملکي وګړو وژل غندلي او زیاته کړې، پر ایران بریدونو او د ایران او ځینو خلیجي هېوادونو ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچ، سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې.
ښاغلي متقي د پاکستان لخوا پر افغانستان د تیري په اړه هم خبرې کړي وې ویل، د افغانستان له لوري وروستي امنیتي اقدامات د هېواد د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم د دفاع په موخه شوي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د ستونزو د حل لپاره د تفاهم، خبرو او متقابل احترام پر بنسټ اړیکو ته ژمن دی، خو د هر ډول تېري په صورت کې له خپلې خاورې دفاع د افغانستان مشروع حق ګڼي.