د پکتیکا ولايتي چارواکي وايي چې نن دوشنبه، کب ۱۸مه، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د نيالګيو پسرلنی کمپاين پېل کړی دی.
دغه کمپاين د پکتیکا د چاپېریال ساتنې، کرنې او اوبولګولو ریاستونو او د مرکز ښرنې ښاروالۍ په ګډه د «ځمکې ابادول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سنت دی» تر عنوان لاندې پيل شوی دی.
د مراسمو په وینا، د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد وویل چې د نيالګيو د پسرلني کمپاين موخه د راتلونکو نسلونو لپاره یو شین او ښېرازه چاپېریال برابرول او د بېلابېلو مېوو د حاصلاتو زیاتوالی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې کمپاين کې فعاله برخه واخلي.
د پکتیکا د چاپېریال ساتنې ریاست د چاپيريال ساتنې مدير یارمحمد عارفي هم وویل چې د ۱۴۰۵کال په جریان کې به د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نيالګي وکرل شي چې د چاپېریال ښکلا او زرغونتیا کې به مهم رول ولري.