Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا د جګړې وزیر: پر ایران به بریدونه زیات شي

GettyImages-2238318674

د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسیت «Pete Hegseth »ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییلو د روانو پوځي عملیاتو په دوام کې به د تهران پر ضد بریدونه نور هم زیات شي.

هېګسیت له اېن‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي: «زموږ بریدونه به پر تهران لاډېر شي او دا عملیات د ټاکل شوي پلان له مخې مخته روان دي.»

هغه زیاته کړه چې داسې وخت به راشي چې ایران به د تسلیمېدو پرته بله لار ونه لري. د ده په وینا، ایران به نور د پوځي جګړې د دوام توان ونه‌لري.

د امریکا د جګړې وزیر څرګنده کړې چې د جګړې د پای شرایط به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکي. نوموړي وویل چې د «بې‌قید او شرطه تسلیمېدو» مفهوم بېلابېل شکلونه لرلی شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هېګسیت همدارنګه د دې احتمال یادونه وکړه چې ښايي د اړتیا پرمهال ایران ته ځمکني ځواکونه هم واستول شي، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن به د خپلو پوځي عملیاتو بشپړ حدود او پلانونه افشا نه‌کړي.

هغه وویل: «موږ هغه لوری یو چې د ایران پر وړاندې په جګړه کې شرطونه ټاکو» او زیاته یې کړه چې امریکا به د ایران اټومي هیلې له‌منځه یوسي.

د نوموړي په وینا، د امریکا پوځ تر دې دمه د ایران دننه شاوخوا ۳۰۰۰ هدفونه په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام